پېښور ۔01 دسمبر (اے پی پی ) پېښور كښ?? په ډائرېکټورېټ زراعت د ترهګرۍ بريد په نتيجه كښ?? 3 تنه مړه او 17 نور ژوبل شوي دي۔ بياهم د پوليس او پاك پوځ په وخت كاروائۍ كولو په سوب بريد كوؤنكي 5 واړه ترهګر وژلې شوي۔ اېس اېس پي آپرېشن پېښور ووئيل چې دا ترهګر په شټل كاك برقعه كښ?? راغلي وو او د ركشې د لارې ډائرېكټرېټ ته رسېدلې وو۔ د جمعې په سهار د ډایرېكټرېټ ودانۍ ته ننوتلو سره دوئي سمدستي ډزې پېل كړې۔ د بريد اطلاع په ترلاسه كېدو په سمدستي توګه پوليس د امن??تي ځواكونو ځوانان د پېښې ځائې ته ورسېدل او د ترهګرو په ضد ئې عمليات پېل كړل۔ د مقابلې په مهال د لاسي بمونو او ډزو په سوب ودانۍ كښ?? موجود كسانو كښ?? 3 مړه او اوولس نور ژوبل شول۔ ژوبل شويو كښ?? هاسټل كښ?? پاتې كېدونكي طالبعلمان ٬ پوليس اهلكار او دوه امنيي اهلكار شامل دي۔ ده ووئيل امن??تي ځواك 5 واړه ترهګر ووژل۔ ددوئي قبضې څخه ځان مرګې جېكټې ٬ لاسي بمونه او آئي اي ??يز هم ترلاسه شوي۔ بلخوا د خېبرټیچنګ روغتون ذريعو ترمخه روغتون ته د درې كسانو مړي او اوولس ژوبل كسان راوړلې شوي۔ په بستر شويو ژوبل كسانو كښ?? يو زده كوؤنكے ٬ د زراعت څانګې اهلكار او پوليس اهلكار شامل دي كومو كښ?? چې د درې حالت د اندېښنې وړ ښودلې شي۔