اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) په فېض آباد انټرچېنچ د دهرنې مظاهرچيانو په ضد د پوليسو د عملياتو په مهال ژوبل شوي د سلو نه زيات كسان پمز روغتون ته رسول شوي دي۔ د پمز روغتون چارواكو له مخ?? د پوليس او اېف سي اهلكارو سره سره عام وګړي هم د مظاهرچيانو په ګزارونو كښې ژوبل شوي دي۔ د چارواكو له مخ?? 18 كسان د درملنې نه پس دسچارج كړې شوي دي او د ټولو حالت د ډاډ وړ دے۔ درې ژوبل شوي كسان پولي كلينك٬ 14 بې نظير روغتون پېنډې او درې ژوبل شوي كسان هولي فېملي روغتون پېنډې ته رسول شوي دي۔ د يادونې وړ ده چې د وفاقي پايه تخت په دواړو لويو روغتونونو پولي كلېنك او پمز كښې بېړنې حالت په ځا?? كړے شوے۔ د دې نه علاوه فېض آبا?? ته اېم??ول??سز هم لېږل شوې دي۔