کوئټه 13 جنوری( اے پی پی) د بلوچس??ان اسمبلۍ سپيكرې راحیله حمید خان درانی په مشرۍ كښې د بلوچس??ان اسمبلۍ په خاص غونډه كښې د بلوچس??ان اسمبلۍ كښې د پاکس??ان مسلم (ق) غړې میر عبدالقدوس بزنجو 41 ووټ ترلاسه كولو سره د بلوچس??ان اسمبلۍ نوې وزير اعليٰ وټاكلې شو،نواب ثناء اللہ خان زهری استعفیٰ نه پس د خالي پھ ورځ د نوې وزير اعليٰ لپاره د رايو شميره د بلوچس??ان اسمبلۍ كښی وشوه چې پكښی 54 غړو خپل ووټ استعمال کړو، د میر عبدالقدوس بزنجو په مقابله كښی د پشتونخوا میپ کانديد سید لیاقت آغا 13 ووټونه ترلاسه كړل،میرعبدالقدوس بزنجو ته د پاکس??ان مسلم لیګ (ق)،مسلم لیګ (ن)،بلوچس??ان نېشنل ګوند ،بی اېن پی عوامی ، مجلس وحدت االمسلمین او آزاد غړو حمایت ترلاسه ؤ۔ د ايوان قائد رايو شميرې له د ایوان دوه دروازې بيلې كړې شوې وي، میر عبدالقدوس بزنجو له ووټ وركولو له ګيټ لمبر A او سید لیاقت آغا له ووټ وركولو له ګيټ لمبر B څخه داخليدو سره ووټ استعمال کړې شو، د رائے شميرې عمل بشپړيدو نه پس د بلوچس??ان اسمبلۍ اسپیکرې راحیله حمید خان درانی د نوې قائد میر عبدالقدوس بزنجو د کامیابۍ اعلان وكړو، د بلوچس??ان اسمبلۍ د ایوان آئین آرټیکل 130 او بلوچس??ان اسمبلۍ قوائد 15 ترمخه د نوې قائد ایوان ټاكنه وشوه، د بلوچس??ان پخواني مخلوط حکومت كښې شامل نې??نل ګوند درې غړو میر مجیب الرحمن محمد حسنی،میر خالد لانګو ،فتح محمد بلیدی او د پشتونخوا ملی عوامی ګوند منظور کاکړ هم خپل ووټ میر عبدالقدوس بزنجو له وركړو، د ایوان نوې ټاكلې شوې قائد میرعبدالقدوس بزنجو په خپل خطاب کښې ووئيل د لنډه موده كښې د بلوچس??ان مسئلې حل کول يو چيلنج دې، مونږ اولس له اسانۍ وركولو له راغلې يو، میر عبدالقدوس بزنجو د قائد ایوان ټاكنه كښې د ټولو پارلماني ګوندونو او غړو مننه وكړه ، ایوان ته د مخالفې ډلې او حکومتی غړو هم خطاب وكړو او نوې ټاكلې شوي قائد ایوان ل?? ئې مبارکي وركړه، دې نه پس د ایوان کارروائی تر نامعلومه مودې وځنډولې شوه۔