اسلام آباد 22 فروري (اے پي پي)د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي ټاكلې حكومت كښې د پاكستان ټوې مهمې مسئلې حل كړی شوي او غېر مستحكم منطقه د استحكام جزيره جوړه شوې ٬ د پاكستان په منطقه او په خاص توګه نړۍ كښې د خوشحالۍ او پرامن قام په حېثيت سره خپل كردار تر سره كوي۔د زيارت په ورځ د سټراټېجك وژ?? انسټي ټيوټ سيوري لاندې د”پاكستان٬ايران او سعودي ترمينځه عصري اړيكې:موجوده چېلنجونو”په موضوع سېمينار ته د خطاب كولو په مهال د دفاع وزير وو??يل پاكستان د ترهه ګرۍ او توان بحران سره مخ ؤ كوم چې د مسلم ليګ(ن)حكومت ته 2013 كښې په ميراث كښې پاتې ؤ۔د پاك۔سعودي عرب اړيكو په اړه د دفاع وزير وو??يل پاكستان په مينځني ختيز پالېسۍ په اړه د سعودي او ايران سره اړيكو كښې توازن په ځاې ساتلې ۔ده وو??يل د دوه اړخيزه لوظ نامو او پروټوكول له مخې د پاكستان آرمډ فورسز اهلكار د تېرو څو لسيزو څخه په سعودي كښې د تربيت او مشاورت په لړ كښې تعينات دي۔د سعودي په مشرۍ كښې د اسلامي هېوادونو د پوځي الائنس جوړولو نه وروستو پاكستان د ترهه ګرۍ مخ نيوي تربيې او كميونيكېشن كښې د مرستې وړاندېز كړی ؤ۔خرم دستګير وو??يل پاكستان او سعودي په خاص توګه په اقتصادي او انډسټريل مرستې په اړه خپل تاريخي پارټنرشپ پراخا كولو عمل پیل كړی۔د دفاع وزير وو??يل پاكستان مستحكم ګاونډيتوب په خاص توګه د سي پیك كاميابۍ لپاره هڅې كوي۔ده وو??يل پاكستان سعودي سره پارټنرشپ ته ډېر اهميت وركوي او ايران سره اړيكې زياتول غواړي