اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د تر??يې نېول چيف اېډمرل عدنان اوزبل ته نشان امتياز (ملټري) وركړے دے۔ د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د اېوارډ وركولو دستوره وشوه چې پكښې د پاك بحريې مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي ٬ د تر??يې سفير احس??ن مصطفٰی یورکاکل او لوړ پورو چارواكو ګډون وكړو۔ د ايوارډو وركولو نه پس خبرو كښې اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاکستان او ترکیې تر??ېن??ه د مينې اړېكې په لفظونو بيانول ګران دي٬ د اسلامي نړۍ د مسئلو لرې كولو په لړ كښې پاكستان د تر??يې د كردار احترام كوي ۔ اولس مشر ووئيل پاكستان او تر??يه به په نړيوالو فورمونو به يو بل سره مرسته كوي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د جمهوري ادارو تر??ېن??ه مرسته ډېره ژوره ده ۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل تر??يه اسلامي نړۍ ته د پېښو مسئلو حل لپاره په جرات او مړانه كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د پاكستان او تر??يې دفاعي اړيكې به سب??ٶن كښې لا قوي شوي۔ ده ووئيل د افغانست??ن مسئلې هواري لپاره د اولس مشر رجب طيب اردوان كردار د ستائنې جوګه دے۔ د تر??يې دولت٬ اولس او اولس مشر اردوان سره په دوستۍ وياړ لرو۔ اولس مشر ووئيل تر??يې چې د كډوالو په كومه فراخدالۍ مېلمستيا كړې ھغه د ستائنې وړ ده ۔ اولس مشر ممنون حسېن ټېنګار وكړو چې په اوسني وخت كښې د مسئلو هواري لپاره اسلامي اتحاد ډېر ضروري دے۔ په دې موقع د تر??يې نېوي مشر وائس اېډمرل عدنان اوزبال د اولس مشر مننه كولو سره ووئيل د پاكستان او تر??يې د دفاعي اړيكو لا قوي كولو لپاره به خپل كردار دوامداره ساتم۔