اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وفاقي كابينې د اولس مشر٬ وزيراعظم او وزيرانو په صوابديد فنډز بندېز لګولې دے ٬ د ګرد هېواد كچه آباديو كښې د بنيادي آسانيو لپاره ټاسك فورس جوړول سره٬ د خالې د ورځې رخصتي په ??ائ وساتلې شوه٬ لاهور٬ اسلام آباد٬ د پېښور ماس ټرانزټ ټرانسپورټ سسټمز او اورنج ټرېن لاهور د منصوبو فرانزك آډټ كولو منظوري وركړې شوه ٬ د کفایت شعارۍ او سادګۍ كمپائن له مخې به وزيراعظم د هېواد دننه خپلو دورو لپاره خاص الوتكه نه كاروي ٬ وزیراعظم، چیف جسټس، د پوځ سرلښكر ، د خارجه وزیرانو پشمول د كابينې غړي د بهر هېواد سفر لپاره د فرسټ كلاس په ??ائ په كلب كلاس كښې سفر كوي٬ ګرد هېواد كښې به د بوټو نالولو كمپائن پېل كولې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وفاقي كابينې د ??ون??ې نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال فواد چوهدري ووئيل دا د وفاقي كابينې دوېمه غونده ده ٬ په تېرو حكومتونو كښې د كابينې ??ون??ې كمې ك??دلې خو اوسني حكومت په يوه اوونۍ كښې د كابينې دوه غوندې ??كړې ۔ د اطلاعات وزير د كابينې د پرېكړو په حقله ووئيل كابينې د اولس مشر ٬ وزیراعظم او وزيرانو په صوابديد فنډز بنديز لګولې ٬ نواز شريف په آخري كال 51 اربه صوابديد فنډ خرڅ كړې٬ دا د اولس د ټېكس پېسه ده او د دې دومره بې درېغه استعمال نه دې ??كار۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان وائي كه دغسې د اربو روپو د ناوړه استعمال لاره ونيولې شي نو دې سره به هم قامي خزانې ته ګټه ورسي۔ ده ووئيل تېر حكومت چې څومره بې دردۍ سره قامي خزانه كارولې د هغې مثال نه موندلې ك??ږي٬ د پانامه معاملې نه پس چې نواز شريف كوم ځائ هم جلسې كړې هلته ئې د نړيوال هوائي مېدان او موټروے او د اربونو روپو شيندلو اعلانونه كړې ٬ نن كابينې د صوابديدي فنډز د خاتمې تاريخي پرېكړه كړې ده ٬ ده و??ئې?? په ټولو منصوبو به په پارلمان كښې خبرې كولې شي او د دغې نه پس به د بجټ تياري او منصوبو لپاره فنډز بېلولې شي۔ ده ووئيل تېر حكومت په خپل آخري كال 750 اربه روپۍ ضمني ګرانټس جاري كړې ٶ۔ ده ووئيل دغسې د اطلاعات او د قانون وزارتونو پشمول د ټولو وزيرانو صوابدیدي فنډز هم ختم كړې شوې ٬ د اطلاعات وزير و??ئې?? كه په دې ??ړ كښې د قانون سازۍ كولو ضرورت رامخې ته شو نو كوٶ به۔ وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل د کفایت شعارۍ او د سادګۍ كمپائن دوام داره ساتلو سره وزیراعظم عمران خان د بهر هېوادونو دورو لپاره د خاص الوتكې نه كارولو پرېكړه كړې او دغسې د اولس مشر٬ چیف جسټس، د پوځ سرلښكر ، د خارجه وزیرانو پشمول د كابينې غړي د بهر هېواد سفر لپاره د فرسټ كلاس په ??ائ په كلب كلاس سفر كوي۔ ده ووئيل د وفاقي كابينې د ماس ټرانزټ ټرانسپورټ نظام د منصوبو د فرانزك آډټ امر كړې او د ملتان ٬لاهور٬ اسلام آباد٬ د پېښور ماس ټرانزټ منصوبو او د اورنج ټرېن لاهور چې كومې اربونه روپۍ خرڅ شوې كه ضرورت رامخئ ته شو نو د دې به د اېف آئي اے څخه تحقيقات كوٶ۔ ده ووئيل د اربن ټري پلانټېشن پرېكړې شوې او په دې ??ړ كښې به د راتلونكې نهې په ورځ د اربن ټري پلانټېشن پحقله كابينه خبرولې شې٬ اربن ټري پلانټېشن به كراچۍ ، لاهور، کوئټه او پېښور كښې پېل كېږي ٬ ده و??ئې?? په كراچۍ كښې اربن ټري پلانټېشن ډېر ضروري دې ځكه چې كراچۍ كښې تېر كال د هيټ ويو شدت زيات شوې ٶ۔د ا طلاعات وفاقي وزير فواد چوهدري ووئيل د كايبنې په ??ون??ه كښې د خالې ورځې د چهټۍ په ختمولو د بحث نه پس پرېكړه شوه چې د خالي ورځې چهټي به په ??ائ ساتلې شي خو د دفتر وخت به د سهار اته بجو نه تر ماښام څلور بجو په ??ائ د سهار انهه بجو نه تر ماښام پنځه بجو كولې شي٬ په دفترو كښې د حاضرۍ باوري كولو لپاره به هم ګامونه پورته كولې شي٬ ده و??ئې?? دا خبره هم په مشاهده كښې راغلې چې د جمعې په ورځ په دفترو كښې حاضري كمېږي دا به باوري كولې شي۔ ده ووئيل فېصل آباد كښې چې كومه پېښه رامخې ته شوې ھغه د دوو ډلو ترمېنځه شخړه وه٬ په سوشل ميډيا چې كوم صورتحال ښودلې ك??ږي داسې هېڅ نشته٬