اسلام آباد 12 نومبر (اے پی پی)د پارليماني چارو دوهم وزير علي محمد ??ان وئېلي دي پ?? پاكستان تحريك انصاف كښې د كومې هم خپلولۍ خيال نه ساتلې كېږي٬د رائے اختلاف د رښتينې جمهوري ګوند ښكلا وي۔يو شخصي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل د تحريك انصاف حكومت د خپلولۍ د سياست پھ ضد ولاړ دے ٬د قامي اسمبلۍ سپيكر٬دوهم سپيكر او د خېبرپښتونخوا اعلٰی وزير پشمول نور مشران وزيراعظم عمران ??ان سره كومه د وينې رشته نه لري۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل جهانګير ترين د پي ټي آئي سينئر لارښود دے او ګوند پھ مهمو پريكړو كښې د هغه رائے ته اهميت وركوي كه هر څو هغه د اولسي نمائندګۍ كومه ذمه واري نه لري خو بيا هم پھ پي ټي آئي او په پنجاب كښې د هغه مهم كردار شته۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نېب په بشپره ??وګه توګه آزاده قومي اداره ??ه٬حكومت د دې سركاري معاملو سره هېڅ كار نه لري۔ده ووئيل حكومت د فرق نه غېر د احتساب ملاتړ كوي۔د نېب چيئرمېن د مسلم ليګ(ن)پخواني حكومت په ځاې كړی او د شريفې كورنۍ په ضد پلټنې هم د تېر حكومت ??ه دور كښې پیل شوي