اسلام آباد 18 نومبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري ف??اد حسېن وئ??لي دي چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت د هې??اد معاشي استحكام لپاره هر ډول هڅې كوي٬ د تېرو حكومتونو د غلطو پالېسو له امله د هې??اد معيشت سختو ستونزو سره مخ شوے٬ د پي ټي آئي حكومت ګن شمېر درست اقدامات كړي دي او مثبتې نتيجې ئې راوځي٬ معاشي صورتحال مستحكم كولو لپاره آئي اېم اېف سره خبرې روانې دي۔ د اتوار په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خپله مركه كښې وفاقي وزير ووئيل چې تېرو حكومتونو هې??اد په قرضونو كښې ښكېل كړې٬ د قرضونو رقم په غېر ضروري پروژو يا څيزونو خرڅ كړے شوے كوم چې دوي لپاره ګټور وو۔ ده تور ولګولو چې د تېر وخت واكمنو قومي دولت لوټلې۔ وفاقي وزير ووئيل چې د شريف وروڼو او زرداري څخ?? لوټل شوې دولت وصولولو سره د هې??اد مالي بحران ختم كېدے شي?? ده ووئيل چې دا د پي ټي آئي منشور دے او وزيراعظم عمران خان په ټولټاكنو كښې لوظ كړے چې د كرپټ خلقو احتساب به كېږي او لوټل شوې دولت به بېرته رواړلې شي?? ده ووئيل چې د كرپټ خلقو په ضد كرېك ډاؤن به روان وي۔ مونږ به هغه بدلون راولو د كوم چې مونږ په ټولټاكنو كښې لوظ كړے۔ ده ووئيل چې تېرو حكومتونو ادارې تباه كړې دي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان به د نومبر په 29مه نېټه د 100 ورځو په پوره كېدو د حكومت د كاركردګې په اړه قوم په اعتماد كښې اخلي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې اپوزيشن اېن آر او غو??ړي خو حكومت به د دوي دا خواهش پوره نه كړي۔