اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د خا??جه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل وئيل?? دي د کرتارپور لارې پرانسته مهمه تاريخي پرېكړه ده٬ پاكست??ن او هند له به يو شمېر موقعې وركړي٬ د راهدارۍ جوړولو كار به تر راتلونكي كال نومبر د بابا ګرونانك د زېږېدنې ورځ نه وړاندې بشپړ كړې شي۔ د شورو په ورځ د کرتارپور ته د تللو نه وراندې خبريالانو سره په خبرو كښې د خا??جه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل وزیراعظم عمران خان د کرتارپور لارې پرانستلو ګام پورته كړې د كوم چې د هند اولس پشمول پراخه ډاډګيرنه شوې ۔ ده ووئيل نن تاريخي ورځ ده ??و دا د اقليتونو د شاملولو ??و دوي له د حقونو وركولو په اړه د وزيراعظم مهم اقدام دے ۔ وياند هيله ولرله چې دا راهداري به “ګټوره” وګرځي٬ ??و د لارې پرانستې څخه ??ه سكه زائرينو ته تر خپلو مقدسو ځايونو زيارت كولو لپاره آسانۍ ترلاسه شي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د راهدارۍ جوړولو كار به راتلونكي كال نومبر كښې د بابا ګرونانك د زېږېدنې ورځ نه وړاندې بشپړ كړې شي۔ وياند ووئيل پاكستان د اسلام آباد او نوې ډيلي ترمېنځه خليج لرې كولو لپاره ټول ضروري ??و د مهمو اقداماتو كولو عزم لري۔ ده ووئيل د سكه زائرينو پاكستان كښې د مينې د جذباتو هركلے كوٶ ٬ دوي به د پاكست??ن او د اولس په اړه په زړه پورې تاثرات بېرته د ځان سره يوسي