اسلام آباد 04 دسمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئېلي دي چې ماحولياتي بدلون او د اوبو كمې د نړۍ لويه ستونزه جوړه شوې٬كه م??نږ ماحول بهتر نه كړو نو د دې قيمت به ادا كول وي٬په نوي پاكستان كښې د يو ارب نه تر لس اربه اونې كرل كېږي٬حكومت به په انسانانو خرڅ كوي او دې سره به خوشحالي راشي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په آئي اېم سي جي اېف سيون ټو كښې د كلين او ګرين اسلام آباد پر??ګرام له مخې د آئيډياز كمپيټېشن دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ده ووئيل چې زم??نږ ځوانان صلاحيت لري۔ده ووئيل چې زم??نږ حكومت د هېواد پر??ختګ او بهترۍ لپاره كار كوي۔ده ووئيل چې وخت راغلې م??نږ ته د ټولې نړۍ ماحول بهتر كول دي٬پاك ماحول او پاكې اوبه زم??نږ بنيادي ضرورت دې٬صفائي ني?? ايمان دې۔د كورنيو چارو دوهم وزير ووئيل چې د ماحولياتي بدلون له امله په ټول هېواد كښې په دسمبر كښې هم ساړه او بارانونه نه كېږي٬په دې موقع په كمپيټېشن كښې وړومبي پوزېشن ترلاسه كونكي روټس سكول ته 30 زره روپۍ٬اېف سيون ټو ته دوهم پوزېشن ترلاسه كولو 20 زره روپۍ او د ا ېف سيون ټو هوم اكنامكس كالج ته په درېم پوزېشن ترلاسه كولو له 10 زره روپۍ انعام وركړې شو۔په دې مقابله كښې د وفاقي پايه تخت د سكولونو او كالجونو زده كونكو ګډون وكړو