اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د فاټا انضمام نه پس د سوئېلي پنجاب صوبې جوړولو كرېډېټ به هم عمران خان ترلاسه كوي٬په تېروخت كښې جهلم٬لودهراں٬راجن پور٬چكوال او په نورو ضلعو كښې په يو خاص ډول ??يسه خرڅ شوې چې له امله يې پھ دغه سيمو كښې دومره پرمختګ نه دې شوې څومره چې لاهور او په نورو ضلعو كښې شوې٬په ايوان كښې وېنا آسانه ده خو عملي كار له څوك هم ملګرتيا نه كوي۔د قامي مالياتي كمېشن جوړولو لپاره تراوسه د سندھ حكومت خپل استازي نه دې ټاكلې۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل كله چې د فاټا انضمام كېدو نو هغه وخت دا لوظ شوې ؤ٬چې د اېن اېف سي شيرز كښې به د فاټا برخه اېښود??ې شي خو كله چې د اېن اېف سي ايوارډ جوړولو پړاؤ راغلو نو سندھ حكومت تراوسه خپل استازي نه دې ټاكلي ٬وفاقي وزير ووئيل پھ تېر دور كښې لاهور كښې سړي سر آمدن 7100 روپۍ ؤ او په راجن پور كښې سړي سر آمدن 2400 روپۍ ؤ ٬ دغه د پخواني حكومت سياست ؤ چې يو څو ضلعو ته يې خاص پام لرنه كړی او پاتې س??مې محروميو سره مخ وې۔ده ووئيل نن وزيراعظم د كابينې غو??ډې په مهال دا سپارښتنه كړې چې د ټولو لويو ښارونو ډوېلپمنټ لپاره ماسټر پلان جوړ كړې ٬مونږ دا لوظ كوو چې وسائل به يو ډول تقسيمو??ې شي۔ده ووئيل حكومت د كوم هم غړي نامه په اي سي اېل كښې نه ده اچولې او چې د كوم غړي نامه په اي سي اېل كښې وه هغه يې اخوا كړې۔ده ووئيل د جنوبي پنجاب صوبې لپاره څوك څومره مخلص دې دا ټول ??ام ته معلومه ده٬ ده ووئېل د فاټا انضمام نه پس د سوئېلي پنجاب صوبې جوړولو كرېډېټ به هم وزيراعظم عمران خان تر لاسه كوي