اسلام آباد 07 فروری (اے پی پی) د قامي احتساب بېورو (نېب) چيئرمېن جسټس جاوېد اقبال په مشرۍ كښې يوه مهمه غو??ډه نېب هېډكوارټر كښې وشوه۔ غو??ډه كښې د نېب پراسېکوټر جنرل ، ډی جی آپرېشنز، ډی جی نېب(پنډۍ) او د نېب نورو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔ غو??ډه كښې دسپريم كورټ آف پاكستان د فېک اکاؤنټس کېس پرېكړې په رڼا كښې د نېب چيئرمېن د نېب ډي جي (پنډۍ)په مشرۍ كښې کمبائنډ انوسټی ګېشن ډله جوړه كړ ه او د دې خبرې پرېكړه وكړې شوه چې د نېب چیئرمېن به د کمبائنډانوسټی ګېشن ډلې نېغ په نېغه څارنه كوي۔ غو??ډه كښې د نېب فېک اکاؤنټس کېس اولني راپور او بېلو مقدمو كښې د پېش رفت جاج واخستلې شو?? غو??ډه كښې بشپړه لائحه جوړه كړې شوه د كومې ترمخه چې بېلې ډلې جوړې كړې شو??۔ ځينې ډلې به نېب هېډكوارټرز او ځينې به كراچۍ كښې د كوټلو شواهدو په بنياد بيانونه ريكارډ كوي۔ غو??ډه كښې د سترې محكمې د پرېكړې په رڼا كښې بېنکنګ کورټ د 16 اے ترمخه مقد??ه احتساب عدالت ته په منتقل كولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ غو??ډه كښې د نېب چيئرمېن د سترې محكمې په پرېكړه د من وعن عمل كولو او او په دې لړ كښې د ټولو صلاحيتونو كارولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل نېب د قانون او كوټلو شواهدو په بنياد پلټنې په سپېځلتيا او مېرټ منطقي انجام ته په رسولو باور لري۔ ده ميډيا ته خواست وكړو چې هغوي ?? فېك اكاؤنټس كېس په اړه بې بنسټه خبرو څخه ډډه وكړي