اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د تعليم او ??ظي??ائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي يو ټاكلې شوې نمائنده هم د ق??نو?? نه پرته نه دے ٬ پیپلز ګوند او (ن) لیګ لس ك??له په اقتدار كښې پاتې دي٬ د نېب ق??نو?? كه چرې تور ق??نو?? دے نو دوي ختموٶ ولې نه ٬ پارلمان او جمهوريت د چا د بدعنوانۍ ډهال نه شي جوړېدې٬ د پاكستان بې وسه اولس لوټلې شوې ٬ د لوټ مار كوٶنكو په ضد كاروائۍ روانې دي٬ كه مخالفه ډله په احتساب اعتراض لري نو د عدالتونو لاره دې اونيسي۔ د زيارت پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د سید خورشید شاہ د اعتراض د نكتې په ځواب وفاقي وزير ووئيل مونږ په دې خبره باور لرو چې د احتساب په عمل هېڅوك اعتراض نه لري٬ اعتراض په ھغه اداره كېږي كومه چې د دې پارلمان برخه نه ده او جنرال (ر) پروېز مشرف جوړه كړې وه٬ ده ووئېل مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند 5 ٬ 5 كاله حكومتونه كړي ٬ د دوي په دور كښې د اتلسم بدلون غوندې تاريخي بدلون رامخې ته شوې ٬ د آئين درېمه برخه بدله كړې شوې خو ھغه وخت ھغوي په نېب ق??نو?? كښې هېڅ بدلون نه دې كړې ٬ كه د نېب ق??نو?? ناسم دے نو بيا دا بدل كړې شوې ولې نه دې۔ ده ووئيل د سندھ اسمبلۍ د سپيكر په نيولو كښې پارلمان ولې راښكلې كېږي ٬ پارلمان او جمهوريت د چا د بدعنوانۍ ډهال نه شي جوړېدې او نه دا د پارلمان مقصد دے۔ ده ووئيل د پاكستان بې وسه اولس د دې معاملې ا??لي مدعيان دي ځكه چې ھغوي لوټلې شوې ۔ ده ووئيل سید خورشید شاہ او نواز شریف په مشا??رت د نېب د چيئرمېن ټاكنه كړې وه ٬ نېب خو د حكومت ماتحت هم نه دے او نه دا اداره وزیراعظم څخه هدایات اخلي نو بيا سید خورشید شاہ ټول بړاس په حكومت ولې اوباسي۔ ده ووئيل كه مخالفې ډلې خپل دور كښې د نېب ق??نو?? او چيئرمېن نه دې بدل كړې نو د دې مطلب دا دے چې نن كومې كاروائۍ كېږي په دې كښې د ھغوي رضامندي شامله ده ۔ ده ووئيل د پنجاب سينئر وزير نيولې شوې او هم دغسې د سندھ سپيكر نيولې شوې ٬ آيا د شوكمارو احتساب ختم كړې شي ٬ كه څوك اعتراض لري نو عدالت ته دې لاړ شي ٬ كه احتجاج كوئ نو عدالتونو كښې دې وكړې۔ ده ووئيل نن چې كوم حالات په هېواد روان دي ٬ په دې حالاتو كښې خو مونږ له د يوالي پيغام وركول پكار ٶ او چې هواد ته كومې دړكې وركړې كېږي بايد بحث پرې اوشې خو دوي د پاكستان څه پروا لري