اسلام آباد ۔ 06 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د پاكستان او چين ترمخه د ملګرتيا اړيكو او دوه اړخيزه پراخه مرسته لا قوي كولو سره سره د سي پېك په منصوبو تندۍ سره عملدرآمد كولو له اسانۍ رامخې ته كولو كښې د چين د وظيفه ترسره كوؤنكي س??ير د خذماتو ستائنه كړې ده ۔ د جمعې په ورځ د چين س??ير سن وائی ډونګ ??ره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل د چين س??ير په اولسي كچه رابطې پراخه كولو او د تجارت ٬ معيشت ٬ كلتور او زده كړو په شمول بېلو څانګو كښې د همكارۍ په لړ كښې غوره خذمات ترسره كړي۔سن وائی ډونګ ??ه د ’’ھلال پاکستان‘‘ وركولو په اړه وزیراعظم ووئيل دا يو ډېر لوئې درناوې دے او دا د س??ير د غېر معمولي كاركردګۍ اعتراف دے۔ ده د وظيفه ترسره كوؤنكي س??ير ذاتي او پېشه وره ژوند لپاره نېكې هيلې ولرلې۔ س??ير سن وائي ډونګ ?? سفارتي وظيفې ترسره كولو په مهال د هرې ممكنه مرستې په كولو د وزيراعظم او د پاتكستان حكومت مننه كولو سره ووئيل پاكستان كښې د وظيفه ترسره كولو په مهال د دواړو هېوادونو اولس ترمينځھ د ازمائيلې شوې ملګرتيا لا استحكمولو لپاره خذمات ترسره كول ما لپاره يو درناوې دے۔