لاهور23 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي نواز شریف د پ??كس??ان مسلم ليګ (ن) روح روان دے او وي به۔ د نواز شريف سياست جدا كېدې نه شي۔ نواز شريف د زړونو څخه ويستلې كېدې نه شي۔ داسې ګامونه بايد پورته نه كړې شي چې ورسره د ادارو ترمينځه محاذ آر??ئي وي۔ وړاندې به نېب خلك بامشرف كول اوس ??ې بې نواز كوي۔ په پارلمان او انتظاميه سرجيكل سټرايكس كولې شي۔ د مسلم ليګ (ن) سنټرل اېګزېكټو كمېټۍ كښې به د نوي صدر اعلان كولې شي۔ د بده مرغه پ??كس??ان بهرنو خطرو سره مخ دے۔ هېواد دښمنه قوتونه زمونږ اقتصادي او ??عا??ي كاميابو څخه وېرېږي ځكه زمونږ په ضد يو موټې شوي دي۔ دښمن غواړي پ??كس??ان كښې امن نه وي۔ هندوستان د سرجيكل سټرائيك دړكې راكوي مونږ له به ددې په نره مقابله كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د جمعې په ورځ لاهور کالج فارووېمن پوهنتون كښې د فارسۍ څانګې ٬ فردوسي چيئر ٬ د لوړو زده كړو كمېسيون اسلام آباد ٬ خانه فرهنګ اسلامي جمهوريه ايران او د مسلم انسټيټيوټ په مرسته د “امن و سلامتی کے فروغ میں تصوف و عرفان کا کردار” په سرخط درې ورځني كنفرنس ته خطاب و ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د ټكر په ځائې امن او همغږي نړيوال امن لپاره ضروري دے۔ د هر يو نظام يو مقصد وي او كوم نظام كاميابي په همغږۍ اډانه وي او كه دې يقين سره كار وكړې شي نو نظام كښې خلل نه رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل پرمختګ امن سره تړلې دغسې رزق هم امن سره مشروط دے۔ ده ووئيل مايوسي انسان ذهني تناؤ پلو پوځي او ذهني تناؤ انسان مخ په وړاندې تلو څخه لرې كوي۔ وفاقي وزير ووئيل په تېرو دورونو كښې لوډشېډنګ زيات وو او مونږ په ??عا??ي توګه كمزورې وو۔ ولې نن به مونږ له د پ??كس??اني اولس په حېث په ځان باور پېدا كول وي۔ هېواد كښې د امن وضعه رامخې ته شوې ٬ لوډشېډنګ ختم شوې ٬ دا مهال د نړۍ په رامخې ته كېدونكو رياستونو كښې د پ??كس??ان 5م لمبر دے۔ يو وخت وو نيوز ويك پ??كس??ان نړۍ لپاره تر يو خطرناك هېواد ګرځولې وو ولې نن هم دغه مېګزين پ??كس??ان د نړغ رامخې ته كېدونكې پرمختي??ئي هېواد ګرځوي۔ ده ووئيل هغه وخت لرې نه دې چې پ??كس??ان به د نرۍ 20 لويو ??عا??ي هېوادونو په فهرست كښې شامل شي۔ ده ووئيل پ??كس??ان يو امن ناكه هېواد دے چرته چې ترهګري ختمه شوې۔ د سری لنکا، وېسټ انډیز کرکټ لوبډلې پ??كس??ان ته راځي۔ د پي اېس اېل مېچونه وړاندې لاهور كښې شوې وو اوس ??ه كراچۍ كښې كېږي۔ د احد چيمه د نيولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب احسن اقبال ووئيل نېب وګړي بې نواز كوي او خپل كار په صحيح ډول نه كوي۔ دا د افسوس وړ پېښه ده او د ادارو ترمينځھ بايد محاذ آر??ئي نه وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب احسن اقبال ووئيل د پ??كس??ان مسلم ليګ (ن) د صدارت پرېكړه لا شوې نه ده۔ د سېنټرل اېګزېكټو كمېټۍ غونډه رابللې شوې چرته به چې په 7 ورځې كښې اعلان وكړې شي۔ ده ووئيل مسلم لیګ(ن) د پ??كس??ان تر ټولو لوئے ګوند دے كوم چې كراچۍ څخه تر ګلګت بلتستان او پېښور څخه تر ګوادر په اولس كښې مقبوليت لري۔ كنفرنس ته وائس چانسلرې ډاکټرعظمیٰ قرېشی او د فارسۍ څانګې مشرې ډاکټر فلیحه زھرا کاظمی هم خطاب وكړو۔