اسلام آباد ۔07 جون (اے پی پی) راروانو ټ??ل ټاكنو 2018 ء له د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو كښې يوه ورځ پاتې شوې۔ د جمعې په ورځ به د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو له د ريټرن??ګ افسرانو په دفترونو كښې جوش او جذبه د ليدلو وي۔ د ال??كشن كمېشن لخوا د ترميم شوي شېډول ترمخه په څلورمه ورځ هم د ريټرن??ګ افسرانو څخه د بېلو كانديدانو او دوئي د نمائندګانو د نامزدګۍ كاغذونو ترلاسه كولو لړۍ روانه وه۔ په ځينو حلقو كښې د كانديدانو لخوا د كاغذونو جمع كولو لړۍ هم پېل شوې۔ د مسلم ليګ (ن) صدر مياں شهباز شريف ٬ د تحريك انصاف مشر عمران خان او مريم نواز شريف په شمول د نورو مهمو لارښودو لخوا د جمعې په ورځ د كاغذونو جمع كولو امكان دے۔ د بېلو سيمو ریټرن??ګ افسرانو څخه نر ښځو هم د نامزدګۍ كاغذونه ترلاسه كړي۔ د کاغذونو جمع كولو آخري نېټه 8 جون ټاكلې شوې۔ دې څخه وروستو تر 14 جون به ددې كاغذونو كره كتنه كولې شي۔ ددې كاغذونو منظورېدو يا مسترد كېدو پرېكړو په ضد به اپيلونه تر 19 جون جمع كولې شي۔ تر 26 جون د اېپلټ ټربیونل لخوا به په دې اپيلونو كار ترسره كولې شي۔ په 27 جون به د كانديدانو فهرست جاري كولې شي۔ تر 28 جون به د نامزدګۍ كاغذونه بېرته اخستلې شي۔ كانديدانو ته به انتخابي نښې تر 29 جون الاټ كولې شي۔ پولنګ به په 25 جولائي كولې شي۔