كراچې 27 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې اوسني حك??مت په لنډه موده كښې د اېل اېن جي په صورت كښې د توان ارزانه ذريعه معرفي كړې٬ په پورټ قاسم د اېل اېن جي ټرمينل پروژه د 330 ورځو په ريكارډ موده كښې ترسره شوې٬ په ريكارډ موده كښې پروژې ترسره كول د اوسني حك??مت امتيازي صفت دے چې بنيادي مقصد ئې اولس ته زياتې اسانيې باروي كول دي٬ د اېل اېن جي درآمد سره به قومي معيشت ته كلنه د 1.5 اربه ډالرو ګټه ورسي٬ د ګران فرنس آئل په ځائ د ارزانې اېل اېن جي استعمال سره به د زرمبادله بچت وشي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په پورټ قاسم د اېل اېن جي ټرمينل د پران??تې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ دا ټرمينل اېنګرو ټرمينل لمېټېډ د 330 ورځو په ريكارډ موده كښې ترسره كړے كوم چې د 600 اېم اېم اېس سي اېف بي ګاز د ري ګېسيفيكېشن استعداد لري۔ دې سره به نه يوازې صنعتي ادارې د توان خپل ضروريات پوره كړې شي بلكې اولس به هم ريليف ترلاسه كړي او په تېلو د ګرانې برېښنا په پېدا كولو انحصار به كم شي۔ دستورې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل چ?? اوسني حك??مت د توان دا ارزانه ذريعه د 14 مياشتو نه په كمه موده كښې معرفي كړې٬ په تېر وخت كښې دريو حكومتونو پاكستان ته د اېل اېن جي راوړلو هڅې كړې وې خو كامياب نه شول۔ وزيراعظم ووئيل چ?? په هېواد كښې د توان زياتېدونكي ضروريات پوره كولو لپاره اېل اېن جي يوه ارزانه ذريعه ده ځكه چې د تېلو او جوهري ذريعو څخه د توان پېداوار ګران عمل دے۔ وزيراعظم ووئيل چ?? اېل اېن جي لپاره د بولۍ عمل په شفاف ډول ترسره شو او د دې اعتراف نړيوالې ټولنې هم كړې۔ ده ووئيل چ?? په نړيواله توګه داسې خيال و چې پاكستان ته د اېل اېن جي په راوړلو كښې كلونه موده تېرېدے شي خو اوسنې حك??مت دا اعزاز لري چې په لنډه موده كښې ئې د اېل اېن جي په صورت كښې د توان دا ذريعه معرفي كړه۔ ده ووئيل چ?? دلته زما موجودګي ما لپاره د خوشحالې خبره ده٬ د توان اهميت منل شوے دے٬ د توان د كمي له امله هېواد ستونزو سره مخ كېدے شو۔ وزيراعظم ووئيل چ?? حك??مت د تېلو رسنه او استعمالول اسانول غواړي خو په دې اخراجات ډېر زيات دي او د دې حل د اېل اېن جي په صورت كښې موجود دے۔ وزيراعظم ووئيل چ?? د لوظنامې لاسليك كېدو نه پس ټرمينل د يوولس مياشتو په لنډه موده كښې ترسره شو او د دې په جوړولو كښې بېلا بېلو ادارو مرسته كړې۔ په ټوله نړۍ كښې په دومره لنډه موده كښې كوم ټ??مينل نه دې جوړ شوے۔ ده ووئيل چ?? د ټرمينل په د هېواد په معيشت ښه اغېز وشي۔ ده ووئيل چ?? تر اوسه د اېل اېن جي سل جهازونه راغلي دي او دا د ګاز وركولو لويه ذريعه جوړه شوې۔ ده ووئيل چ?? دويم اېل اېن جي ټرمينل به په نومبر كښې كار پېل كړي او د نجي څانګې په مرسته به نور درې ټرمينل جوړولې شي۔ شاهد خاقان عباسي د ټرمينل د پران??تې ستائنه كولو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې په هېواد كښې به ډېر زر د توان په ستونزه قابو وموندل شي۔ ده ووئيل چ?? د بنګله دېشن او نورو هېوادونو په مقابله كښې پاكستان په ډېره لږه موده كښې د اېل اېن جي درآمد او په بېلا بېلو صنعتونو كښې د دې استعمال ممكن كړے دے۔