اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پی پی)د مذهبي چارو او مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئېلي دي مقبوضه كشمير كښې د قابضو پوځونو د رياستي ترهه ګرۍ روانه وضعه د شرم وړ ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ډنمارك كښې نړيوال كشميري كنفرنس ته خپل خط??ب كښې وكړھ۔ده ووئيل پھ مقبوضه كشمير كښې روان د هند زور ظلم او زياتې په هر نړيوال فورم رامخې ته كولو ته اړتيا ده۔ډنمارك څخه د ترلاسه شوي پېغام ترمخه وفاقي وزير ووئيل هند د كشميري مسلمانانو په مذهبي آزادۍ بندېزونه لګولي۔ده د ملګرو ??لت??نو او اروپائي ائتلاف څخه غوښتنه وكړه چې هغوي د هند جارحيت او د بشري حقونو د خلاف ورزيو نوټس اخستو سره خپله قانوني او اخلاقي ذمه واري ترسره كړي۔پھ دې مهال خپل خط??ب كښې د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان ووئيل د پاكستان د كشمير په مسئله كيس پھ حيقيقت اډانه دے۔پاكستان به د مظلومو كشميريانو ملاتړ روان ساتي