اسلام آباد 17 جنوری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وئېلي دي چې پاكستان د القدس شريف په اړه د امريكې د اوسني ګام سخت مخالفت كوي٬ دا پرېكړه نه يوازې د نړيوال قانون بلكې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد هم ده?? ميا رضا رباني د دې خيالاتو څرګندونه تهران كښې د اسلامي هېوادونو پارليماني يونين 13مې كلنې غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل ملګرو ملتونو كښې د فلسطين په اړه د قرارداد ملاتړ كولو په سوب پھ پاكستان د امريكا فشار زيات شوې او اسلامي نړۍ له به د دې خبرې احساس كول وي۔ ده ووئيل چې په نړيواله منظرنامه په تندۍ سره بدلېدونكې صورتحال كښې د امريكې اسرائيل او هند يو بل سره يوځاې كېدل په نظر راځي او اسلامي نړۍ له به د دې مقابله كول وي۔ميا رضا رباني ووئ??ل پاكستان مينځني ختيز كښې د امن عمل د منځه وړولو ګام په سختۍ سره غندنه كوي۔دې ګام نه يوازې د قانون د سرلوړۍ او د نړيوالو رواياتو ن??ي كړی٬بلكې د سامراجي ذهنيت او غاصبانه سوچ نظريه(جس كي لاټهي اس كي بهينس)لا قوي كړې?? ميا رضا رباني ووئيل چې د آسيا په اړه د امريكا دوه مخيزه معيار د ټولو په وړاندې دې چې ترمخه يې د غېر جمهوري چالونو د لارې جمهوري عمل د منځه وړولو او د حكومتونو ختمولو سازشونو ته وده وركولې شي۔ ده ووئيل د امريكې د داسې ګامونو سره به په نړيواله كچه د ترهه ګرۍ په ضد روانو هڅو ته زيان ورسي۔ ده ووئ??ل پاكستان د فلسطين په مسئله د فلسطين د دريځ ملاتړ كوي او پاكستان د پار??ما??ي قراردادونو د لارې نه يوازې د اسرائيلي بربريت غندنه كړې بلكې فلسطينيانو لپاره يې د بېل رياست د غوښتنې بشپړه ملاتړ هم كړې۔ ده ووئ??ل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي او د شدت خوښۍ په ضد به خپل موثره كردار ترسره كول روان ساتي?? ميا رضا رباني ووئيل اسلام د امن مينې او ورورولۍ درس وركوي او دا پېغام به عام كول وي۔ كنفرنس كښې ګډون كونكو د ميا رضا رباني د خطاب ستائنه وكړه او د ده ګډون يې ډېر مهم وګرځولو