اسلام آباد 16 مئي (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د روژې مباركې مياشت په راتګ ټولې اسلامي نړۍ او مينه والو له مباركي وركولو سره وئېلي دي د روژې مياشت د رحمتونو او بركتونو مياشت ده٬ ك??مه كښې چې مو??ږ د لوے څښتن رضا ترلاسه كوو٬د لوے څښتن فضل او كرم دے چې مونږ له د دې مباركې مياشتې د بركتونو څخه د مستفيد كېدو موقع په لاس راغلې۔ده دا خبره د روژې مباركې شروع كېدو په موقع د قام په نوم په خپل پیغام كښې وكړه۔وزيراعظم ووئيل روژه د رحمتونو او بركتونو داسې مياشت ده چې پكښې مو??ږ د خپل خالق رضا لپاره د ځېنې حلالو كارونو نه هم پھ خاصو وختونو كښې ډډه كوو۔د روژې مياشت د ځان د محاصبې مياشت ده او دا پخپل ذات د نظرثانۍ او د اصلاح مياشت ده۔ده ووئيل دا مياشت مونږ ته په خواهشونو او په نفس د قابو موندلو تربيه راكوي او د دې مياشتې د لارې پھ مسلمانانو كښې دا صلاحيت پیدا كېږي چې دوي د صبر٬نظم او ضبط ت??مخ?? ژوند تېر كړي۔وزيراعظم ووئيل په انفرادي او اجتماعي توګه د كاميابۍ بنياد په نظم او ضبط او د سم لوري ټاكلو باندې اډانه دے٬په خپل ژوند او ټولنه كښې رښتونې بدلون راوستلو له مونږ له خپل طرز عمل د دغې ضابطه كار ت??مخ?? جوړو?? پكار دي د كوم چې مونږ ته زمو??ږ دين ښوونه كړی ده۔ده ووئيل په انفرادي توګه چې چرته مونږ ته د نظم او ضبط قانون٬پاسداري او د ځان حساب په خپله كولو سره خپل منزل ته تلل دي هلته پھ قامي كچه مونږ له په خپل مينځ كښې يو والې ٬رواداري او د ګټور سوچ غوندې اعلٰی اوصاف پیدا كولو ته ضرورت دے ٬ ده ووئېل د دغسې اعلٰی اخلاقو او اقدارو پھ خپل ژوند كښې راوستلو له روژه بنيادي كردار لري ځكه مونږ له د دې مياشتې مباركې خاص اهتمام او احترام پكار دے ٬ وزيراعظم دعا وكړه چې لوے څښتن دې مونږ له د اسلام په ??عل??ماتو د عمل او د روژې نيولو توفيق راكړي۔