اسلام آباد۔ 24 مئی(اے پی پی) قومی اسمبلۍ كښې د تحریک انصاف پارلیمانی لارښود شاه محمود ق??یشی وئيلي دي كه د څلورو حلقو د پرانستلو زمونږ مطالبه منلې شوې وه نو دھرنه به شوې نه وه۔ د زيارت په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته د?? ووئيل اي سي اېل څخه د نامې ويستلو نه غېر پروېز مشرف بهر ته تلې نه شو۔ دا اقدام د داخله وزارت وو۔ د?? ووئيل پخواني وزيراعظم د يوې ايجنسۍ د مشر ذكر كړې كه د كمې ايجنسۍ مشر دا مطالبه كړې وه نو هغه د پوځ سرلښكر اعتماد كښې اخستلو سره د ??ده په ضد ق??نوني كاروائي كولې شوه۔ د?? ووئيل د دھرنو په مهال زه پ??رلمان ته راغلې يم او دلته مې دريځ خپل كړې وو چې دا اسمبلي زمونږ سياسي كعبه ده او په دې بريد كولې نه شو۔