اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي قامي اسمبلۍ كښې د فاټا په ??قله قامي يو والې خوش آئند دے٬پھ داسې د چا جذبات مجروح كول ښھ نه دي٬پاكستان د كركې د سياست او په ټول ټاكنو كښې د تاخير متحمل كېدې نه شي٬پاكستان كښې د اخلاقو نه د لرېوالي او د بدتميزۍ د سياست هېڅ ځاې نشتھ٬د فاټا اولس له هم هغه آسانۍ وركول غواړو كومې چې د هېواد نور اولس ته ترلاسه دي٬??مو??ږ مقصد د قبائېلي سيمو د اولس باور ترلاسه كول دي او هم دا ??مو??ږ لاره ده۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د فاټا انضمام په ??قله د 31م آئيني بدلون منظورۍ نه وروستو په ??پله وېنا كښې وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل قامي اسمبلۍ نن يو تاريخي بل منظور كړی او د دې نتيجې به ډېرې ګټورې وي٬د مخالفې ډلې مننه كوم چا چې بل پھ منظورۍ كښې ??مو??ږ ملګرتيا كړی٬دا هڅه د تېرو څلورو كلونو نه روانه وه او په ??ې اړه د سرتاج عزيز په مشرۍ كښې يوه كمېټي جوړه كړی شوې وه كومې چې دوه دوه نيم كاله كار وكړو او راپور يې وړاندې كړو۔ده ووئيل د دغه راپور په ??نياد د فاټا كمېټي جوړه كړی شوه چې پكښې سرلښكر٬صوبائي اعلٰی وزيران٬ګورنر٬وفاقي وزيران او نور شامل وو۔دغې كمېتۍ د راپور جاج واخست او وروستو ورله د بل شكل وركړې شو۔حك??مت او مخالفه ډله په ??ل سلا شول او نن بل منظور كړی شو۔وزيراعظم ووئيل په ??اص توګه د سيد خورشيد شاه ٬ شاهد محمود قرېشي او د فاروق ستار پشمول د ټولو مننه كوم چا چې د بل منظورۍ په ??ړه نه يوازې ??مو??ږ ملګرتيا كړی بلكې خپلې رائے يې هم راكړې دي۔ده ووئيل نن هم حك??مت او مخالفو ګوندونو په ??لا دا بل منظور كړی۔د دې بل پھ حقله چې څنګه قامي يو والي ته اړتيا وه هم هغسې اتفاق پیدا شو۔د عمران خان وېنا په ??قله وزيراعظم د نوم اخستو نه غېر ووئيل زه پھ دې افسوس لرم چې اوس كومه وېنا وكړی شوه او په كښې داسې خبرې وشوې چې د كومو ضرورت نه وو٬نن داسې كومه خبره نه وه پكار چې ترې كركه محسوسېيږي۔ده ووئيل د دې خبرو نه د پاكستان اولس خبر دے او په ??ې غونډه كښې څو ځله په ??ې ب??ث شوې چې دهرنا ولې وه ؟ چا وكړه ؟ څنګه وشوه او قانوني اړخ يې څه و۔ده ووئيل كه د الېكشن كومه شخړه وي د هغې حل له په ??لېكشن كمېشن كښې پيټشن دائر كېږي او دغسې دغه عمل ترسره كېږي۔