اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) پاكستان كښې ټول ټاكنو لپ??ره د اروپائي ائتلاف انتخابي مبصر مش?? كار پېل كړے٬مشن به تر ستمبر پاكستان كښې استوګنه كوي٬د انتخابي عمل ترسره كېدو نه دوه مياشتې پس به د وړاندېزونو پشمول جامع راپور خپروي٬راتلونكې ټول ټاكنې پاكستان كښې د جمهوريت پرمختګ لپ??ره يو مهم پړاؤ دے٬قوي هيله لرو چې دلته به زمونږ موجودګي د سپيځلې انتخابي عمل سبب شي٬د اروپائي ائتلاف مبصرين به د ټاكنو د نګرانۍ نړيوال قواعدو باندې په سختۍ سره عمل كوي۔د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د اروپائي ائتلاف چيف آبزرور مائيكل ګيلر ووئيل د اروپائي مبصرينو شمېره به د 100 نه زياته وي٬زما لپ??ره د اعزاز خبره ده چې په درېم ځل پاكستان لپ??ره د اروپائي انتخابي مبصر مش?? مشري كوم٬د اروپائي ائتلاف مبصر مش?? مېنډېټ د انتخابي عمل د ټولو اړ??ون?? مشاهده كول او جاج اخستل دي چې ټول ټاكنې تر كومه حده د پاكستان د قوان??ن له م??ې كېږي او دا چې پاكستان جمهوريت لپ??ره د نړيوال او سيمه ايز باور تر كومه حده پاسداري كوي په كومو چې ئې لاس ليك كړې۔ده ووئيل د اروپائي ائتلاف دا مش?? اسلام آباد كښې مېشته د ټول ټاكنو د لسو تجزيه نګارو په م??كزي ډله م??تمل وې نور د اوږدې مودې 60 مبصرين به راتلونكو څو ورځو كښې راروسي او د جولائي په پیل كښې به په ټول پاكستان كښې په ځاې كړې شي٬مائيكل ګيلر ووئيل مبصرين چې كله خپلو سيمو ته ورسي نو هغوي به هلته انتخابي عملې كانديدانو او د سول سوسائټۍ استازو سره ملاقاتونه كوي او د دې نه پس به هغه خپل مشاهدات خپلې مركزي ډلې ته لېږي۔ده ووئيل مبصر مش?? كښې به د اروپائي پارلمان د غړو هېوادونو پلاوي او په پاكستان كښې مېشته اروپائي سفيران هم شامل شي او دغسې د مش?? د ټولو غړو شمېره به 100 ته ورسي۔ده ووئيل د كال 2013م د ټول ټاكنو نه پس د اروپائي ائتلاف مبصر مش?? 50 وړاندېزونه د ټاكنو كميسون ته وركړي وو چې پكښې په ډېرو عمل شوے دے۔)م ع/ض