اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د جماعت اسلامي امير سناتور سراج الحق په مصر كښې د اخوان ا??مسلمون مشرانو او كاركنانو ته د سزاګانو وركولو د عدالتي پرېكړو غندنه كړې او په دې لړ كښې د پاكستانې مېډيا او حكومت په خاموشې ئې د حېرانتيا څرګندونه كړې۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې و??ومبې د اولس مشر مرسي د منتخب حكومت په غېر قانوني او غېر اخلاقي توګه تخته رانسكوره كړې شوه او د دې نه پس ?? زرګونو په شمېر د اخوان ا??مسلمون مشران ا?? كاركنان په زن??انونو كښې واچول شول۔ په دوي دا تور لګېدلې و چې دوي د حكومت په خاتمه احتجاج ولې كړے۔ ده ووئيل چې د نوم مصري عدالت تېره ورځ 75 كسانو ته د مرګ سزا او 74 كسانو ته د عمر قېد سزا اورولې۔ ده ووئيل چې دا پرېكړه د ملګرو ملتونو او اېمنسټي انټرنېشنل پشمول د ټولې نړۍ د بشري حقونو تنظيمونو د انصاف ??ه ضد او د انصاف ??تل ګرځولې