اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال وئيلي دي د تحريك انصاف حكومت دسياسي اشتراك په لوري د مصالحت طرز عمل ته وده وركړې٬وزيراعظم عمران خان د بلوچستان مسئلو حل له د هر ډول مرستې باور ر??كړې٬اولس مشر د پارلمان شريكې غونډې ته مثبت او جامع خ??اب كړې۔د پارلمان شريكې غونډې ته د اولس مشر ډاكټر عارف علوي خطاب نه پس اے پي پي سره په خپله خاص مركه كښې ده وئيل د وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كښې د بلوچستان مسئلو حل په اړه تفصيلي خبرې شوي ۔په دې اړه وزيراعظم د خپل اړخه د هر ډول مرستې باور ر??كړې۔ده و??ئيل تحريك انصاف به پاكستان د پرمختګ پلو روان كړي۔د وزيراعظم عمران خان سوچ مثبت دے۔ده و??ئيل تحريك انصاف په فېډرېشن ب??ور لري مونږ هيله لرو چې د تحريك انصاف حكومت به په دې اړه كردار ترسره كړي۔د يوې پوښتنې په ځواب اعلې وزير ووئيل په تېر وخت كښې د بلوچستان اعلٰی وزيرانو سي اېم انسپېكشن سېل نظرانداز كړې خو مونږ هغه فعاله كړې چرته چې كرپشن كېږي په ضد به يې كاروائي كولې شي۔د مرورو سردارانو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل ټول سرداران پخله شوي كه څه پاتې وي نو هغه به هم ډېر زر پخله كړو