فېصل آباد۔21 اکتوبر(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اس?? عمر وئيلي دي هېواد كښې د ټېكسټائل نظام پرو ګروت جوړولو له ټېكس ريفارم كمېټي جوړه كړې شوې۔ د مينو فېكچرنګ په كچه د زياتو ټېكسونو ختمولو له به هم ضروري ګامونه پورته كولې شي۔ د آل پاکستان ټې??سټ??ئل پروسېسنګ ملز اېسوسی اېشن دستورې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل سره د محدود وسائلو ټې??سټ??ئل سېکټر ته د زياتو نه زياتې اس??نۍ وركولو له هڅې كوو۔ ده په دې لړ كښې د ګاز رسنې له د 44 ارب روپو د سبسډي ذكر كولو س??ه ووئيل دې سره به د هېواد په كچه د پېداواري عمل تند كولو س??ه سره اولس لپاره د روزګار نوې موقعې هم ترلاسه شي۔ د افغان ټرېډ په اړه ده ووئيل په دې لړ كښې به د موجوده پالېسۍ بيا د سر نه جاج اخلو دغسې چې د ګاونډي هېواد د كپړې ټول حاجتونه ترسره كړې شي۔ دې سره به نه يوازې زمونږ د صنعتونو پېداواري عمل تېز شي بلكې دې سره سره به ګاونډي هېواد لپاره برآمدات هم څو چنده زيات شي۔ اس?? عمر ووئيل ټې??سټ??ئل ته د هېواد په معيشت او برآمداتو كښې بنيادي اهميت ترلاسه دے له دې كبله په ټول هېواد كښې د خپور شوي دې سېكټر مسئلې په سمدستي توګه حل كولو له به د ټې??سټ??ئل سېکټر او ټې??سټ??ئل وزارت ترمينځه نزدې تړون له په ټول هېوا كښې ددې وزارت علاقائي دفترونو جوړولو جاج هم اخستلې شي۔ ده په دې لړ كښې د فېصل آباد اپټپما هاؤس كښې د ځائې وركولو د وړاندېز هم هركلې وكړو