اسلام آباد 10 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به نن په لاهور كښې د كور نه بغېر تر اس??ان لا??دې ژوند تېرونكو لپاره د پناه ځائ جوړولو د پروژې د بنياد تيګه ږدي۔ د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې د لاهور ښار په بېلا بېلو ځا??ونو كښې خلق په لويه شمېره په فټ پاتونو او نورو ځا??ونو د كور نه بغېر شپې تېروي٬ د داسې خلقو د شمېر په اړه بېلا بېلې اندازې لګول شوې دي۔ د كور نه بغېر تر اس??ان لا??دې ژوند تېرونكي داسې خلق زياتره د داتا دربار٬ ريلوے سټېشن په خوا او شا سيمو٬ اچهره او چوبرجي او نورو ځا??ونو كښې ليدل كېدې شي۔ داسې خلق بنيادي اسانيو د مثال په توګه پاك اوسېدو٬ جامو وينځلو٬ په محفوظه توګه د شپې تېرولو او ابتدائي طبي مرستې لپاره موزون ځائ ته ضرورت لري۔ وزيراعظم په لاهور كښې د چې كو?? پناه ځائ د بنياد تيګه ږدي٬ د دې مقصد د داسې خلقو د عزت نفس بحالي٬ د ضرورت مندو خلقو ضرورت پوره كو??٬ محفوظ ځا??ونه جوړول٬ دوي ته ??رپ??ښ خطرات كمول او د وګړو او رياست د سماجي ذمه وارې دائره پراخا كو?? دي۔ د پناه ځائ په ودانې كښې به د ځائ غوره استعمال كو??ې شي چرته به چې ټولې اسانيې جلا جلا موجود وي۔ سادګي او غوره كاركردګي باروري كو??و لپاره به جديد او بنيادي ډيزائن كارولې شي۔