اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې د هېود څخه د پولیو ختمول زمونږ قامی مقصد دے، پاکستان د پولیو څخه پاكولو له به ټول وسائل كارولې شي، وفاقی ح??ومت به د پولیو ختمولو كمپائن کامیابولو له بشپړه مرسته ك??ي۔ ده د جمعې په ورځ د پوليو مخنيوي په اړه د قامي ټاسك فورس غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې د روغتيا وزير عامر محمود کیانی، د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان، د پنجاب وزیراعلیٰ سردار عثمان بزدار، د سندھ وزیراعلیٰ سید مراد علی شاہ، د ګلګت بلتستان وزیراعلیٰ حافظ حفیظ الرحمان، لیفټېننټ جنرال محمد افضل، د صوبو چیف سیکترانو او د پوليو مخنيوي كمپائن كښې د ??را??ت دار ادارو او اړوند سینئر چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د هېواد څخه د پوليو بشپړه ختمولو پھ اړه د شويو هڅو او په موجوده صورتحال بریفنګ وركړې شو۔ اعلیٰ وزيرانو غونډه د صوبائی ح??ومتونو د اړخه د شويو هڅو پھ اړه خبره كړه۔ وزیراعظم د دې ناورغۍ خراب اثراتو پھ اړه اولس كښې خبرتيا پيدا كولو لپاره د بشپړه هڅو په حاجت زور راوړو۔ ده د پوليو ختمولو لپار د وفاقی او صوبائی ح??ومتونو د اړخه د عزم پخلي كولو سره ووئيل اعلیٰ وزيران دې خپلو اړوندو صوبو كښې د پولیو په ضد د كمپائن قیادت روان وساتي۔ وفاقی ح??ومت به پھ دې لړ كښې هر ډول مرسته ك??ي۔ وزیراعظم ووئيل د پولیو خاتمه يو قامی مقصد دے ٬ پاکستان د پولیو څخه پاكولو له هر ډول وسائل كار??ي۔ ده پھ دې مهم مقصد كښې په مرسته كولو د نړيوالو ??را??ت دارو مننه وكړه۔ غونډې ته ووئيل شول چې پاك پوځ د پوليو ختمولو كمپائن كاميابولو له ام??يت او ښه چاپيرچل وركولو له لوظي دې۔ په غونډه كښې د پوليو مخنيوي لپاره فوکل پرسن بابر بن عطاء د پولیو ختمولو پھ اړه په تر اوسه شوي پیشرفت او د سباؤن په تګلاره تفصیلی پریزنټېشن وركړو۔(ص ف/م ع/وس/1735)