اسلام آباد 05 دسمبر(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د پرې?? كونسل آف پاكستان چيئرمېن ډاكټر اېم صلاح الدين مينګل د شورو په ورځ په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو او هغه ته يې د كونسل كلن راپور وړاندې كړو۔ پھ دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سېكتر شفقت جليل ٬د پرې?? كونسل آف پاكستان رجسټرار محمد رياض او سينئر خبريال ممبر جنرل كونسل ناصر زيدي هم موجود وو۔ اولس مشر د كونسل كاركردګي ستائېلو سره ووئيل چې ??ونسل او د اطلاعاتو وزارت دې د شكاياتو ازالې او پرنټ مېډيا لپاره د اخلاقو په ضابطه موثر عملدرآمد لپاره زيات منظم طريقه كار وضعه كولو لپاره په ګډه حكمت عملي جوړه كړي۔ اولس مشر ووئيل چې ??ونږ په داسې دور كښې ژوند كوو چرته چې ??رنټ٬اليكټرانك او ??يج??ټل مېډيا په يو بل كښې مدغم كېږي او د اطلاعاتو د ودې نوي تصورات پیدا كوي۔ اولس مشر ووئيل چې اوس مېډيا د دوه اړخيزه كميونيكېشن ذريعه جوړېږي چرته چې اولس په اطلاعاتو د سوشل مېډيا د لارې خپل غبرګون ښودلې او تبصره كولې شي۔ د اطلاعاتو او خپرونو سېكتر شفقت جليل پھ دې موقع اولس مشر ته ووئيل چې د پاكستان مېډيا ريګوليټري اتهارټۍ د تشكيل خاكه(كنسېپټ پيپر) پھ حتمي پړاؤ كښې ده او چې حتمي شكل وركړی شي نو اړوند ډلې به خبرې كړی شي