اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د موسمياتي بدلون وزارت او نېشنل رورل سپورټ پروګرام (اېن آر اېس پي) ترمينځھ د تفاهم يادښت لاس ليك شوې۔ په يادښت د موسمياتي بدلون وزارت د ماحوليات ډائرېكټر عرفان طارق او د نېشنل رورل سپورټ پروګرام چیف اېګزېکټو آفسر ډا??ټر راشد باجوہ لاس ليك وكړو۔۔ موسمياتي بدلون لپاره د وزيراعظم صلاحكار امين اسلم ووئيل د دې يادښت ترمخه چېلنج فنډ فار كلائمېټ سمارټ پروجېكټ جوړ كړې شو۔ په لس بلينه ټري س??نامي كښې به د ډرون په ډول ټېكنالوجي كارولې شي چې ورسر?? به لويه سيمه كښې ونې نالو??ې شي۔ د دې يادښت مقصد ” چېلنج فنډ فار کلائمېټ سمارټ پروجېکټ” جوړول دي چې ترمخ?? به ئې نېشنل رورل سپورټ پروګرام د موسمياتي بدلون وزارت په مرسته د يو كروړ روپو فنډ جاري كړي كوم به چې د كلين ګرين پاكستان موومنټ ترسېوري لاندې په پرمختيائي كارونو مصرف كو??ې شي۔ د تفاهم يادښت ترسېوري لاندې په چېلنج فنډ فار کلائمېټ سمارټ پروجېكټ به كار د مارچ مياشتې څخه پېل شي او د لس بلينه ټري س??نامي پروجېكټ كښې به د ډرون د لارې ونې نالو??ې شي۔