اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) د كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې او په مقبوضه كشمير كښې په بې ګناه كشميريانو د هندي عسكرو د ظلم غندنې له قامي كشمير كنفرنس(نن)د جمعې په ورځ درې بجې ايوان قائد فاطمه ??ناح پارك كښې كېږي۔د آزاد كشمير اولس مشر مسعود خان په مشرۍ كښې د دې كنفرنس خاص مېلمه ??ه د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير علي امين ګنډا پور وي۔د كنفرنس اهتمام روزنامه پاكستان ٬ آبزرور د نظريه پاكستان ك??نس?? اشتراك س??ه كړې۔كنفرنس ته به د كشمير د دواړو برخو او د پاكستان نوموړي شخصيات چې پكښې د آل پارټيز حريت كنفرنس لارښود سيد يوسف نسيم٬د پاكستان علماﺀ ك??نس?? چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي٬د بشري حقونو فعاله غړي مشال ملك٬د مسلم كنفرنس سردار عفان علي خان ا و د بشري حقونو او د آزاد جمو كشمير ك??نس?? ډاكټر سيد نذير ګېلاني خطاب كوي ٬ دغسې د آل پارټيز حريت كنفرنس چيئرمېن مير واعظ عمر فاروق به د سرينګر څخه نيغ په نيغه په ټېليفوني تماس د خيالا??و څرګندونه كوي۔د كنفرنس مقصد د كشميريانو غږ پورته كول او د هندي جارحيت په ضد په نړيواله كچه رائے عامه ??ېدارول دي۔